د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ ادارې نوې موندنې ښيي چې په ښوونیزو مرکزونو بریدونو او کرونایي حالت، پر افغان ماشومانو منفي اغیزه کړې ده.
د دې ادارې په ګزارش کې راغلي چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ په افغانستان کې څه نا څه ۲۶۰۲۵ ماشومان مړه او یا هم معلوله شوي دي. هغه شمیر چې په ورځ کې د شاوخوا پنځه زره ماشومانو مړینه او معلولیت ښیي.
دی ادارې همداراز اعلان وکړ چې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ په روزنیز مرکزونو څه د پاسه ۳۰۰ بریدونه ترسره شوي چې د شاوخوا ۴۰۰ زده کوونکو او ښوونکو د مړه او ټکپیکدو لامل شوی دی.
د ماشومانو د ملاتړ بنسټ موندنې همداشان ښیي چې، ۶۰ سلنه ماشومان چې له زده کړو بې برخې پاتې شوي، انجونې دي، د افغانستان ۵۰ سلنه نفوس بشرپاله مرستو ته اړتیا لري، ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، ۳ میلیونه پنځه کلن ماشومان د خوراک له کمښت سره مخ دي؛ له همدې کبله اړتیا ده چې مرستندویه هیوادونه د جینوا په ناسته کې په افغانستان کې د خپلو مالي مرستو په ځانګړي توکه د ماشومانو ملاټر ته ژمن ووسي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ د ادارې ویانده مریم عطایي وایي: د جینوا ناستې په تړاو د ماشومانو د ملاتړ د نړیوالې ادارې نوی ګزارش ښایي چې په تیرو څوارلسو کلونو کې، له بده مرغه هره ورځ ۵ ماشومان مړه او یا معلوله شوي دي. پر ښوونځیو، ښوونیزو مرکزونو بریدونو او کرونا ویروس، پر ماشومانو ناوړه اغیزه لرلې ده.
دا اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د جګرې دوام او د کرونا ویروس له خپریدو سره، ډیر شمیر هیوادوال په ځانګرې توګه ماشومان په بد حالت کې پر سر وړي له بلې خوا د دې حالت دوام د خلکو ترمنځ د بي وزلۍ او اوزګارتیا کچه یې ډیره کړې ده.