1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان له خلیل زاد څخه غوښتي ترڅو یوه موده په کابل کې پاتي شي

n00188874-b
24 Jul 2019

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر غني د درې نۍ په ورځ د (جولای په ۲۳مه)د افغانستان دسولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د دونالدټرامپ وروستیو څرګندونو په اړه خبرې اترې کړې دي.

په دې کتنه کې ولسمشر غني له ښاغلی خلیل زاد څخه غوښتي ترڅو د یوې مودې لپاره په کابل کې پاتي شي.

ټرامپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په حضور سره وویل که چیری وغواړي د افغانستان په جګړه کې بریالی شي،هغه مهال به د افغانستان له خاورې ورک شي.

د ښاغلي ټرامپ دا څرګندونې د افغان حکومت او سیاستوالو له سختو غبرګونونو  سره مخ شوې.

له بلې خوا،ښاغلي غني تیره ورځ د هیواد له مخکینی ولسمشر حامدکرزي سره پر بیلابیلو سکالو په تیره بیا ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو او سولې پر خبرو اترو بحث وکړ.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي