1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان په شل آووریزو سیالیو کې د ویسټ اندیز پر وړاندې بریا خپله کړه

1574015490dpp
18 Nov 2019

افغان لوبډلې پرون (لړم/عقرب ۲۶مه /نومبر۱۷مه)د عزیزي بانک جام شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ او دریمه لوبه کې سیالې ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ۲-۱ په ګټې سره په خپل نوم کړه.

د لوبې په پیل کې پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په پایله کې یې افغان لوبډلې په ټولو ۲۰ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو له سیالې لوبډلې ۱۵۶ منډې ترلاسه کړې.

د افغان توپوهونکو له لوري رحمن الله ګربز ۷۹ ډېرې منډې، اصغر افغان ۲۴، محمد نبي ۱۵ او نجیب الله ځدراڼ ۱۴ منډې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د ویست انډیز د توپ اچوونکو له منځه کاټرېل، ویلیمز او پاول هر یوه دوه-دوه ویکټې واخیستې.

ورپسې ویسټ انډیز خپله توپوهنه پیل کړه چې په لومړيو کې یې لومړی توپوهونکی د مجیب الرحمن په توپ وسوځېده او ورپسې په ټوله کې افغان لوبغاړو ډېره ښه توپوهنه وکړه چې له منځه یې نوین الحق درې ویکټې او راشدخان، ګلبدین نایب، کریم جنت او مجیب الرحمن یوه-یوه ویکټه ترلاسه کړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د ویسټ انډیز توپوهونکو له لوري هوپ ۵۲ ډېرې او لېوس ۲۴ منډې وکړې چې نورو توپوهونکو یې د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې مقاومت ونه کړای شو.

د یادولو ده چې افغان لوبډلې دغه لوبلړۍ د ۲-۱ په توپیر په خپله ګټه وڅرخوله. د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه ویسټ انډیز ګټلې وه، ورپسې دواړه لوبې په پرله پسې ډول افغان لوبډلې وګټله او د لوبلړۍ بریا یې خپله کړه.

باید وویل شي چې د پرونۍلوبې د غوره لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز، د سټایلش لوبغاړي جایزه نوین الحق او د ټولې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا کریم جنت ته ورکړل شوه.

د یادولو ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د ټېسټ یوازېنې لوبه به هم د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه نېټه پیل او د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام ومومي.