1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان په هیواد کې د کړکیچ د هواري لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان د ونډه غوښتونکی شو

Summit
28 Nov 2020

د افغانستان حکومت، د هیواد د کړکیچ د هواري به برخه کې د اسلامي همکاریو د سازمان د ونډې غوښتونکی شو.

 

د اسلامی همکاریو سازمان اووه څلویښتمه ناسته په نایجریا کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په قطر کې د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل یو استثنایي فرصت او په هیواد کې د جګړو د پایته رسیدو لپاره هڅه وبلله، خو د خبرو پیلیدو سره سره د تاوتریخوالي ډيریدل د اندیښنې وړ وبلل او د اسلامي همکاریو سازمان له  غړیو هیوادونو یې وغوښتل چې طالبان د جګړې پایته رسولو ته اړ باسي.

ښاغلي اتمر په دې ناسته کې وویل:د سولې د بهیر په دې حساس پړاو کې، په افغانستان کې د نه توجیه کیدونکي تاوتریخوالي د غندلو په برخه کې  د اسلامي هیوادونو د عالمانو د ونډې او حضور د دوام غوښتونکي یوو. د اسلامي همکاریو په سازمان او غړو یې غږ کوو چې پر طالبانو فشار ور وړي چې هغوی ژر تر ژره سولې ته غاړه کیږدي او له جګړې لاس په سر شي.

له بلې خوا په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان ځانګړي استازي په دې هیواد کې د روسیې له سفیر سره په لیدنه کې د افغانستان د کړکیچ د هواري او د افغانانو ترمنځ د خبرو د بهیر په تړاو د دواړو هیوادونو په ګډو هڅو خبرې کړي.

په هیواد کې د تاوتریخوالي ډیریدو، د دوحې د بهیر اړوند بې باوري ډیره کړې ده.

له همدې کبله د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هیښتیا ورکوي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه به د سولې د خبرو فضا زیانمنه او افغانستان به له تیاره راتلونکي سره مخامخ کړي.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د عامه اړیکو مشر ذبیح الله فرهنگ په دې تړاو آرزو ټلویزیون ته وویل: “زمونږ تمه دا ده، په هره کچه چې تاوتریخوالی دوام ومومي، په هماغه کچه د خبرو فضا ته تاوان رسوي او راتلونکی تیاره ښایي. مونږ تمه لرو، په ځانګړې توګه له طالبانو ډلې چې د تاوتریخوالي د کمیدو او پایته رسیدو په برخه کې په مطلقه توګه عملي ګامونه اوچت کړي.”

دا اندیښنې په داسې حال کې ښودل کیږي چې د هیواد په بیلابیلو برخو کې نښتې ډیرې شوې دی. هغو نښتو چې ډيرۍ له ملکي وګړو قرباني اخیستی او هغوی یې له بد حالت سره مخامخ کړي.