د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ (یوناما) به خپل نوي ګزارش کې ویلي چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په افغانستان کې ۳۴۵۸ ملکي وګړي د تاوتریخوالي قرباني شوي؛ طالبان د ډیرې مرګ ژوبلې عاملین پيژندل شوی.
یوناما په خپل نوي ګزارش کې چې نن (دوه نۍ، زمري شپږمه)، خپور شو، په هغه کې د جګړو، بمباریو او ځانمرګو بریدونو پرمهال د ۱۲۸۲ ملکي وګړو د مړینې او د ۲۱۷۶ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی.
د دې شمیرنو له مخې، په تیرو شپږو میاشتو کې، د جګړو پرمهال ۳۴۰ تنه ماشومان وژل شوي او ۷۲۷ تنه نور ټپیان شوي. په دې موده کې، همداراز ۱۳۸ میرمنې وژل شوي او ۲۵۹ تنه نورې ټپیانې شوي چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له ۴۰ سلنې ډیر یې ښځې او ماشومان دي.
یوناما ویلي: “په داسې حال کې چې د ۲۰۱۹ زیږدیځ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله، د ملکي مرګ ژوبلې شمیر، ۱۳ سلنه کموالی ښيي، خو د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو له لورې د ملکي مرګ زوبله کچه کې کمښت ندی راغلی.“
که څه هم په دې ګزارش کې، د بهرنیو ځواکونو عملیات او د داعش بریدونو کمیدل، د تاوتریخوالي د کمښت اصلي لامل په ګوته شوی، خو یوناما د دولت وسله وال مخالفین د ۵۸ سلنه قربانیو عاملین بللي چې له دې منځه ۴۳ سلنه یې د طالبانو له لورې شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۰ زیږدیځ کال له جنوري میاشتې د جون تر دیرشمې، په دې هیواد کې ۵۸۰ ملکي وګړي وژلي او ۸۹۷ تنه نور یې ټپیان کړي.
د یوناما موندنې همداراز ښيي چې په دې موده کې، د افغانستان د امنیتي سرتیرو له لورې ملکي مرګ ژوبله، ۹ سلنه ډیره شوې او ډیرۍ ملکي وګړي د هوایي بریدونو او د ځمکنیو جګړو پرمهال نامخامخه ډزو په پایهل کې مړه او ټپیان شوي.
دا ګزارش، د افغانستان امنیتي سرتیري د ۲۳ سلنه ملکي وګړو د مرګ ژوبلې عامل یادوي.
یوناما ویلي چې له درییو دوه برخې ملکي وګړي، د ځمکنیو جګړو پرمهال قرباني شوي او له هغه وروسته ځانمرګي بریدونه او چاودنې د مرګ ژوبلې د ډیریدو اصلي لاملونه دي.
د افغانستان لباره د ملګرو ملتونو سازمان د لوی منشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز ویلي: “په داسې شرایطو کې چې د افغانستان دولت او طالبان، د سولې د خبرو لپاره په یوه میز د راټولیدو لپاره تاریخي فرصت لري، غمجن حقیقت دا دی چې جګړه په دوامداره توګه ملکي وګړو ته وحشتناکه زیان اړوي،“
له بلې خوا د بشر حقونو خپلواک کمیسیون، د وسله والو جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو په پایله کې د ملکي وګړو له مرګ ژوبلې د اندیښنې ښودلو سره، د جګړې له ښکلیو لوریو غواړي چې بشري قوانین ترپښو لاندې نکړي.