1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

افغانستان یو ځل بیا د نړۍ د فاسدو هیوادونو په کتار کې راغی

Capture
28 Jan 2021

که څه هم د روڼتیا د څار نړیوال بنسټ ویلي چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د ۱۹ امتیازونو ترلاسه کولو سره، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې اته پوړه پورته تللی، خو لا هم د دولسو فاسدو هیوادونو په کتار کې راځی.

 

د روڼتیا د څار د نړیوال بنسټ نوی ګزارش، نن (پنځنۍ، سلواغې نهمه)، خپور شو.

د دې بنسټ د ګزارش پر بنسټ، که څه هم افغانستان د تیرکال په پرتله ۱۹ امتیازه او اته پوړه پورته تللی، خو دا هیواد لا هم له اداري پلوه د نړۍ د دولسو فاسدو هیوادونو په کتار کې راځي.

د دې ګزارش پر بنسټ، افغانستان د هایتي، کانګو، شمالي کوریا، لیبیا، ګینه، سودان، ونزویلا، یمن، سوریې، سویلي سوډان او سومالیا وروسته، د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد بلل شوی دی.

د افغانستان د روڼتیا د څار بنسټ د حق غوښتنې پازوال، ناصر تیموري په دې تړاو وویل: اداري فساد د چوپړتیاوو د وړاندې کولو د کمزورتیا، د قانون د نه ځواکمنتیا او په هیواد کې د فقر او ناکراریو د ډیریدو مهم لامل بلل کیږي.

خو حکومت په دې نوملړ کې د افغانستان د ځای د صعود هرکلی کړی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې په عدلي او قضايي دستګاه کې یې د سمون راوستل او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د کمیسیون جوړیدل، په دې برخه کې مهم اقدامات بللي.

له بلې خوا لوی څارنوال فرید حمیدي نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې په تیر یوه کال کې، د فساد ۱۸۰۰ دوسیې څیړل شوي چې ۲۶۶ دوسیې د حکومتي چارواکو دي.

له دې ټولو سره، اندونه دا دي چې له اداري فساد سره د مبارزې د بنسټونو، عدلي او قضایي بنسټونو نه خپلواکي او په دې بنسټونو کې سیاسي لاسوهنه، په هیواد کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د بهیر د ټکني کیدو لامل بلل کیږي.