د افغانستان د حکومت لوړپوړي چارواکي تیره شپه هیواد ته راستانه شول.
د ملي مصالحې د لویې شورا د مشر عبدالله عبدالله،د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمدحنیف اتمر په ګډون افغان چارواکي چې د افغانانو ترمنځ خبرو پرانستغونډه کې ګډون لپاره دوحې ته تللي وو تیره ورځ هیواد ته ستانه شول.
ښاغلي عبدالله دوحې ته د خپل سفر په څنډه کې د قطر له امیر،د آمریکا متحده ایالتونو او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې او نړۍ سترو استازو سره په لیدنه کې د سولې خبرو اترو د پیل،فرصتونو او شته وو کړکیچونو په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د ملي مصالحې لویې شورا مشر تیره ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي وو چې د حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوی لومړیتوب د اوربند ټینګښت دی.