ناټو او امریکا په جلا جلا اعلانپاڼو کې د افغانستان له سیاستوالو غوښتي چې له بې ثباته کوونکو کړنو او په ځانګړې توګه د موازي حکومت د جوړولو لپاره له هڅو ډډه وکړي.
د افغانستان د سولې او ټاکنو اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ناټو د جلا جلا اعلانپاڼو خپریدو، ظاهراْ په هیواد کې د ټاکنیزو او سیاسي ناندرو فضا نرمه کړې ده.
په دې دوو اعلانپاڼو کې، د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو له ځنډیدو هرکلی شوی او په ټاکنو کې له ټولو ښکیلو خواوو غوښتل شوي چې د بې ټیکاوه کوونکو ګامونو او په ځانګړې توګه د موازي حکومت د جوړیدو لپاره له هڅو لاس په سر شي.
په دې منځ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې په دې ورځو کې یې د افغان سیاستوالو ترمنځ د ټاکنیزو اختلافونو د پایته رسیدو لپاره مټې نغاړلي، په خپله ټویټر پاڼه یې لیکلي:“دا چې د ټاکنو بهیر پایته رسیدلی، ولسمشر غني د ټاکنو د ګټونکي په توګه او نور مشران باید دا ډاډ ورکړي چې نوی حکومت ټول شموله او د ټولو افغانانو د هیلو ښکارنده دی.
خلیلزاد د ولسمشر د ولسمشر غني د لوړې د مراسمو له ځنډیدو هرکلی کړی او ویلي دي:“د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د سبا لپاره د لوړې ترسره کیدونکي مراسم ځنډیدلي دي. زه د مارچ تر نهمې د دې مراسمو د ځنډولو په برخه کې د ولسمشر غني له پریکړې هرکلی کوم.“
ولسمشر ماڼۍ هم د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره د لوړې د مراسمو د ځنډیدو پخلی کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلانپاڼه کې راغلي: “د کرونا ویروس د خپریدو ګونګوسې، د لوړپوړو بهرنیو میلمنو د حضور لپاره لږ مهال او د پرتمین مراسم د ترسره کیدو لا ډیر تخنیکي چمتووالی، د لوړې د مراسمو د ځنډیدو اصلي لاملونه دي.“
تمه وه چې د همدې اوونس په پنځنۍ (سبا)، د ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره شي.