د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلې، د ۵۰ اوریز نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته په اوه ویکټو ماته ورکړه.
د دې لوبې پچه سویلي افریقا وګټله او لومړی یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
سویلي افریقا لوبډلې په ۲۹ اعشاریه یو اوور لوبه کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۱۲۹ منډې وکړې او افغان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
له افغان لوبډلې شفیق الله غفاري د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې د سویلي افریقا شپږ لوبغاړي یې له میدانه بهر کړل.
افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو، ۲۵ ام اور کې بشپړ کړ.
آرزو خبري سایڼ ــ شمس الله رحیمي