د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په تمریني لوبو کې د انلګستان ۱۹ کلنې لوبډلې د ۲۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.
په دې لوبه کې افغانستان انګلستان ته ۲۰۶ منډو موځه وټاکله،خو سیالې ډلې ونشو کړای ورکړل شوې موخې ته ورسیږي.
د هیواد کرکټ بوړد وایې په تمریني لوبو کې افغان لوبغاړي د نړیوالو سیالیو لپاره چمتو والی نیسي ترڅو ښې لاسته راوړنې ولري.
د کرکټ بوړد په وینا،په تمریني لوبو کې د چمتو والي ترڅنګ همدا شان د لوبغاړو وړتیاوې په ډاګه کیږي چې کوم لوبغاړی تر کومه حده وړتیا لري.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي