د متحده ایالتونو د شتمنیو وزارت د یوه ګزارش خپرولو سره ویلي چې القاعدې شبکه په افغانستان کې د ځواکمنیدو په حال کې ده او لا هم له طالبانو سره اړیکې لري.
د متحده ایالتونو د شتمنیو وزارت په یوه ګزارش کې لیکلي چې القاعدې شبکه په افغانستان کې ځواکمنیدو په حال کې ده او له طالبانو سره یې خپلې اړیکې لا ټینګې کړې دي.
په دې ګزارش کې راغلي چې له ۲۰۲۰ کاله د القاعدې شبکې د طالبانو تر محافظت لاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی او له دې ډلې سره د مربیانو او سلاکارانو په واسطه چې د سلاوو او مالي ملاتړ زمینه برابروي، اړیکې ټینګې ساتلي.
د امریکا د شتمنیو وزارت د ګزارش پر بنسټ، حقاني شبکې هم له القاعدې شبکې سره د جنګیالیو د نوي واحد د جوړیدو پر سر چې مالي ملاتړ به یې د القاعدې پرغاړه وي، خبرې کړې دي.
په ګزارش کې راغلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک او القاعدې شبکه د افغانستان او پاکستان ګډو پولو په برخو کې امنې ځالې لري.
د پوځي چارو شنونکی، عبدالهادي قریشي آرزو ټلویزیون ته وویل: چې “القاعده، داعش او طالبان د یوه لاس درې ګوتې دي” او هیڅ کله هم له یوه بل څخه نه جلا کیږي.
خو د طالبانو ډلې ویاند دا ګزارش بې بنسټه بللی او ټینګار کوي چې اوس مهال د القاعدې شبکې اړوند هیڅ جنګیالی په افغانستان کې حضور نلري.
له القاعدې شبکې سره د طالبانو د اړیکو شلیدل، د دوحې د هوکړه لیک مهمه برخه شمیرل کیږي او طالبانو د دې هوکړې پر بنسټ، ژمنه کړې چې له القاعدې شبکې سره خپلې اړیکې به وشلوي.
خو سپینې ماڼۍ په وروستیو ورځو کې د دوحې د هوکړه لیک د ارزولو خبر کړې او ټینګار یې کړی چې د دې څیړنې په لړ کې د بایډن اداره غواړي وپوهیږي چې طالبان تر کومه کچه په خپلو ژمنو او په ځانګړې توګه له القاعدې سره د خپلو اړیکو د شلولو په ژمنې ولاړ وو، هغه څه چې د افغانستان دولت له هرکلي سره هم مخامخ شوی دی.