1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امام علی رحمان: په افغانستان کې سوله او ټیکاوو د سیمې په ګټه ده

64489571_10157371599024717_3661154496773357568_n
15 Jun 2019

د هیواد اجرایې مشر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د (جون په ۱۴مه) د باور جوړونې یا سیکا ناستې په څنډه کې د تاجیکستان له ولسمشر سره ولیدل.

د تاجیکستان ولسمشرامام علی رحمان، ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاوو به د اقتصاد او پراختیا د ودې لامل شي.

ښاغلی رحمان له نړیوالې ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او سولې ته د مرستې ترڅنګ،د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتنه هم کړې.

د باور جوړونې یا سیکا پنځمه ناسته نن پیلنۍ د ۱۳ هیوادونو په حضور سره په دوشبنه ښار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د روسیې،چین،ایران،آذربایجان،اوزبیکستان،قزاقستان،ترکمنستان،بنګلادیش،قرغیزستان اوسریلانکا ولسمشرانو او د افغانستان اجرایې مشر ګډون کړی دی.

په دې ناسته کې د نړیوالو سازمانونو،ملګرو ملتونو سازمان،د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان،د شانګهای د همکاریو سازمان او د یوشمیر نورو سازمانونو استازو ګدون کړی دی.

دا ناسته نن د (جون په ۱۵ مه)پیل شوې او د دو ورځو لپاره به دوام ولري.

دا ناسته د ”د امنې او ټیکاوو لرونکې سیمې لپاره ګډ لید” تر نامه لاندی ده چې په کې بیلابیلې سیمه ییزې او نړیوالې سکالې څیړل کیږي.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي