1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امرالله صالح: د تخار په جومات کې د ماشومانو وژنې خبر بې بنسټه دی

Untitled-1-1536x860
22 Oct 2020

د ولسمشسر لومړي مرستیال ویلي چې د پوځیانو په هوایي برید کې، د تخار په بهارک ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو د وژنې عاملین له منځه وړل شوي.

 

د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار په یوه جومات د هوایي برید په پایله کې د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو د وژل کیدو په تړاو د تخار د اوسیدونکو د اعتراضونو وروسته، امرالله صالح په دې پيښه کې د ماشومانو وژنه رد کړه.

ښاغلي صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي: په تخار کې په جومات کې د ماشومانو وژنې خبر بې بنسټه دی. هغو کسانو چې زمونږ سرتیرو ژوند اخیستی دی، له منځه وړل شوي او د نه انکاریدو ثبوتونه زمونږ لاس ته رسیدلي. هغو کسانو چې شایعه سرټکی ګرځولی دی، قانوني چلند کیږي. ما خپله ثبوت ولید او د دې خبرې دولتي او اخلاقي واک مې ولیکه. ډاډمن اوسئ.

هزاره قرلق د تالقان ښار له ناکرارو سیمو څخه ده.

د تخار د والي ویاند، جواد هجري په دې پيښه کې ماشومانو ته د مرګ ژوبلې اوښتل منلي او ویلي چې طالبان په دې سیمه کې پراخ نفوذ لري.

د ښاغلي هجري په وینا، په دې پيشه کې ۱۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان دي. هغه زیاته کړه چې دا هوایي برید، جدي او ډیرو څیړنو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې، د ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دې برید په تړاو ویلي؛ د تیرې ورځې (څلورنۍ)، ۲:۳۰ دقیقې، په هزاره قرلق سیمه کې د طالبانو یوه ډله د هوایي برید موخه ګرځیدلې چې په پایله کې یې ۱۲ طالبان د دې ډلې له یوه قومندان سره وژل شوي دي.

د خبرپاڼې پر دوام راغلي: دوه شپې وړاندې په بهارک ولسوالۍ کې له پولیسو سره د دې طالبانو د جګړې په لړ کې، زمونږ یو شمیر اتلان سرتیري شهیدان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت همداراز ویلي چې واکمن پلاوی یې ټاکلی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې وڅیړي.

امنیتي سرتیري په داسې حال کې د تخار په یو شمیر سیمو کې هوایي بریدونه کوي چې دوه شپې وړاندې، له څلویښتو ډیرو امنیتي سرتیرو د تخار په بهارک ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.