1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امرالله صالح: محمد زی کوچی به هیر نه شي؛غچ یې اخلو

محمد
10 Feb 2021

د ولسمشر لومړي مرستیال په خپله فېسبوک پاڼه کې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې د آمر محمد زی کوچی د وژنې په غبرګون لیکلي، “موږ به هیر نکړو او غچ به واخلو.”

ښاغلی صالح وایي چې محمد زی کوچی ښه او وزبین صاحب منسب – د وقار څښتن او پاک انسان وو او سل ورځې مو له یو بل سره کار کړی وو.

د ولسمشر لومړی مرستیال زیاتوي چې د دې همسنګر وژنه به نه هیروي او د هغه غچ به هرومرو اخلي.

له دې سره چې د ولسمشر لومړی مرستیال د کابل د پنځمې حوزې امر مړینه طالبانو ته اړ بولي خو دی ډلې تراسه په دې اړه څه ندي ویلي.

په همدې حال کې د ملي روغې جوړې لویې شورا هم د نن ورځې برید (د سلواغې۲۲) چې محمد زی کوچي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ غندلی او ویلي دي چې د دې بریدونو دوام ښي چې د افغانستان د خلکو  دښمنان جګړې ته ښه راغلاست وایي، او سولې ته ژمن نه دي