1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امرالله صالح: پر کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو

4720286 (2)
14 Nov 2020

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح پر کابل پوهنتون د برید د طرحه کوونکي له نیولو خبر ورکوي.

ښاغلي صالح په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې دا کس عادل نومیږي د پنجشیر اصلي اوسیدونکی دی او کورنۍ یې په پلچرخي کې ژوند کوي.

د ښاغلي صالح په وینا دې کس تر درییم ټولګي د شرعیاتو په څانګه کې زدکړې کړي او د حقاني شبکې پخواني غړي ثناالله له لوري په دې ډله کې جذب شوی دی.

د ولسمشر لومړي مرستیال همدا راز لیکلي دي چې عادل نومي ویلي دي چې وسله یې په خوست ولایت کې له حقاني شبکې ترلاسه کړې او دا کار یې د ثناالله په سپارښتنه د حکومت کمزوري ښودلو لپاره ترسره کړی دی.