د انټونیک کمپ په رسمي بڼه د ۲۱۵ میوند قول اردو ته وسپارل شو.
د ملي دفاع وزارت وایي نن سحار (یوه نۍ، غویي دولسمه)، د انټونیک کمپ د تسلیمۍ مراسم د ۲۱۵ میوند قول اردو په قرارګاه کې د دفاعي سرتیرو له لورې د ۲۱۵ میوند قول اردو د چارواکو او د امریکا متحده ایالتونو د ځواکونو په حضور ترسره شول.
په دې مراسمو کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مشرتابه، د دې ځواکونو د مرستو او ملاتړ مننه وکړه او له هغو سره یې مخه ښه وکړه.
د ملي دفاع وزارت همداراز ویلي چې د انټونیک کمپ د دې نوم ساتنې سره به د ځانګړو ځواکونو د قرارګاه په توګه وساتل شي.