به داسې حال کې چې تمه ده امریکایي سرتیري له افغانستان څخه بهر شي؛ د اډو او پوځي وسایلو راتلونکي په اړه بحث په یوې مهمې سکالو اوښتی دی.
نیویارک ټایمز د یوه امریکايي ډیپلوماټ په حواله لیکلي چې؛ امریکا په ټول افغانستان کې خپلې کوچنیو او لویو اډو ویجاړولو بهیر پیل کړی او تمه ده د روان زیږدیځ کال تر پایه، په دې هیواد کې خپلې ټولې ۴۰۰ اډې ویجاړې کړي.
خو له یوې خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په یوه نوي ټویټ کې ویلي چې د روان زیږدیځ کال ترپایه به خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه بهر کړي.
سپوټینک خبري آژانس د ملي دفاع وزارت د مخکیني ویاند، دولت وزیري په حواله په دې تړاو لیکلي: هغه مهال چې امریکاییان له افغانستان څخه ووځي باید په ترتیب بهر شي او په دې کار کې بیړه ونکړي، ټول هغه امکانات چې د افغانستان د دفاع وزارت ورته اړتیا لري باید بشپړ شي، ترڅنګ یې هغه مهال چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، که خپل پوځي وسایل د افغان امنیتي ځواکونو لپاره پریږدي، ډیر ښه کار به وشي، خو مخکې له دې کله چې امریکایي ځواکونو د امنیتي مسوولیتونو د لیږد پرمهال خپل ځواکونه بهر کړل، دا پوځي وسایل یې د افغانستان اردو ته ونه سپارل او هغه د دې لامل چې ولې دا وسایل لیږدوي وویل چې د افغانستان د اردو په جوړښت کې دا پوځي وسایل شتون نلري او د افغانستان اردو سره د تشکیل پر بنسټ مرسته کوو، خو اوس دا کمپونه چې سپاري، یواځې تشې خونې پریږدي، خپل پوځي وسایل وړي.
د امریکا د دفاع وزارت دې مخکیني چارواکي د دې اډو د نه ویجاړیدو غوښتنه کړې ده: که دا وسایل د افغانستان اردو ته وسپارل شي، ډیر ښه کار به وشي، د دې لپاره چې د افغانستان اردو کولای شي چې په جګړو کې ترې کار واخلي که نه تاسې وینئ چې د افغانستان اردو ډیرې اړتیاوې لري او توپچي وسلو، زغره واله توپچي وسلو او استخباراتي انجینیري وسایلو او په ځانګړي توګه په هوایي ځواک کې که دا وسایل ورکړل شي، د افغانستان اردو په پښو دروي.
هغه وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وسایلو په تړاو د افغانستان له دولت سره هیڅ راز هوکړه نده شوې: په دې تړاو هیڅ هوکړه نده شوې خو د امنیتي مسوولیتونو په لیږد کې هوکړه شوې وه کله چې دوی بهر کیږي باید افغانستان اردو سمبال او وسله واله کړي خو دا کار هم ونشو او هوایي ځواک او توپچیان په پښو ونه دریدل، خو په هره بڼه چې کیږي باید د افغانستان اردو په پښو ودرول شي، زمونږ د سرتیرو اتلولي ده چې د ځان او سر په بیه جګړه کوي، خو دا وسایل او وسلې چې اړتیا ده د اردو په واک کې وي، نشته دي. مثلاْ په هوایي ځواک کې تاس ېووینئ چې مونږ یوه ښکاري الوتکه نلرو او یا هم هغه الوتکې چې سرعت مافوقه اوسي نلرو، یواځې هلیکوپتر او A29 الوتکې لرو چې دا تاکتیکي دي، مونږ هغه الوتکې نلرو چې په اوپراتیفي سیمه کې ترې ګټنه وکړو. زمونږ الوتکې هماغه پخوانۍ الوتکې دي او مونږ په بشپړه توګه په پښو نه یوو دریدلي او ثقیله وسایط نلرو.
دی وایي چې د شوروي اتحاد په دې برخه کې جلا تګلاره درلوده:
له امریکا سره د روسیې موضوع په بشپړه توګه جلا ده، او اصلاْ د پرتلې وړ نده، هغوی دومره شمیر وسایط او وسلې د افغانستان په واک کې ورکړې وې که چپاول شوی نه وای، د پنځلسو کلونو لپاره بسیا وې.
دا په داسې حال کې ده چې د سپینې ماڼۍ چارواکو هم په افغانستان کې د امریکا د پنځو لویو پوځي اډو د برخه لیک اړوند پریکړه نده کړې. د خپلو اډو د ویجاړولو اړوند د امریکا پلمه دا ده چې کابل نشي کولای دا په خپل کنټرول کې وساتي. د دې اډو لپاره، میلیاردونه ډالره لګښت راغلی دی.