1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا تر پنځو میاشتو خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه بهر کوي

reu_us_troops_afghan-scaled
14 Apr 2021

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ګزارش خپور کړی چې د امریکا ولسمشر، جوبایډن پریکړه کړې چې ټول امریکایي ځواکونه د روان زیږدیځ کال د سپتامبر تر یوولسمې له افغانستان څخه بهر کړي.

 

دې ورځپاڼې د یو شمیر چارواکو په حواله ګزارش ورکړی چې د ځواکونو وتل به د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر ۱۱ بریدونو شلمې کلیزې سره هم مهاله بشپړ شي.

د دې ګزارش پر بنسټ، د بایډن اداره به ډیر ژر له افغانستان څخه د پوځیانو د وتلو برنامه رسنیزه کړي.

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه لیک کې، واشنګټن ژمنه کړې چې په افغانستان کې خپل ټول ځواکونه به د روانې زیږدیځې میاشتې ترپایه له هیواد څخه بهر کوي، خو د دې ګزارش خپریدو سره، داسې بریښي چې د دې ځواکونو د وتلو مهال به وغځیږي.

دا ګزارش په داسې حالت کې خپریږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د روانې زیږدیځې میاشتې په څلورویشتمه د استانبول ناستې د ترسره کیدو خبر ورکړی دی. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلانپاڼه کې همداراز ویلي چې تمه ده دا ناسته لس ورځې دوام ولري.

له دې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو سازمان هم په یوې اعلانپاڼه کې ویلي چې دا سازمان او د ترکیې او قطر هیوادونه، د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ، د رونا کال د اپریل میاشتې له څلورویشتمې د روان کال د مې میاشتې تر څلورمې نیټې ناسته ترسره کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولۍ، د استانبول ناستې موخه، د دوحې د خبرو چټکیدل بللي، چې دواړه لوري په دې ناسته کې یوې عادلانه سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

خو طالبانو هیښتیا ورکړې، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه بهر نشي، دا ډله به په هیڅ هغې ناسته کې ګډون ونکړي چې د افغانستان په اړه په کې پریکړه کیږي.