طالبانو اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د دوحې هوکړه لیک نقض سره، په ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د دې ډلې جنګیالي د هوایي برید موخه ګرځولي؛ په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د طالبانو ادعا رد کړې ده.
طالبانو د یوې اعلانپاڼې خپرولو سره ویلي چې امریکایي پوځیانو په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د دې ډلې جنګیالي د هوایي برید موخه ګرځولي او له بلې خوا، بهرني ځواک د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې پر وړاندې د افغانستان د امنیتي سرتیرو د عملیاتو هوایي ملاتړ کړی دی.
دې ډلې د طالبانو پر وړاندې د امریکايي ځواکونو د بمباریو دوام د دوحې د هوکړه لیک پر خلاف بللی او همداراز هیښتیا یې ورکړې چې د دې بریدونو د نه دریدو په صورت کې، طالب جنګیالي به جدي ځواب ورکړي.
طالبان په داسې حال کې امریکا د دوحې د هوکړه لیک په نقض تورنوي چې تیره ورځ (یوه نۍ، مرغومې۱۴)، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو اعلان وکړ چې د دوحې د هوکړه لیک د لاسلیک وروسته، په تیر یوه کال کې په افغانستان کې هیڅ امریکايي پوځي ندی وژل شوی. هغه څرګندونې چې له کورنیو غبرګونونو سره مخامخې شوې.
خو په افغانستان کې میشتو بهرنیو پوځیانو د طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند، سوني لیګت په یوې ټویټري لیکنه کې ویلي: “د طالبانو تورونه چې امریکایيانو د امریکا-طالبانو ترمنځ هوکړه لیک نقض کړی دی، ناسم دی. امریکايي پوځیانو د دې هوکړه لیک پر وړاندې روښانه او ټیکاو لرونکې دریځ لرلی دی.”
هغه د دې په ویلو سره چې امریکا د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د افغانستان سرتیرو دفاع کوي، زیاته کړه: “یو ځل بیا له لوریو غواړو چې تاوتریخوالی لږ کړي.”
دې امریکایي چارواکي همداراز طالبان په موخه ییزو وژنو تورن کړي او ویلي دی: “د طالبانو بې ادعا بریدونه او د حکومتي چارواکو، مدني فعالانو او خبریالانو موخه ییزې وژنې باید د سولې د بهیر د بریالیتوب لپاره ودرول شي.”
مخکې له دې هم د افغانستان حکومتي چارواکو تل طالبان په پلازمینې او د هیواد یو شمیر نورو ښارونو کې د موخه ییزو وژنو اصلي عاملین بللي دي.