د طالبانو ډلې مشر په خپل اختریز پیغام کې له امریکا غوښتي چې باید اجازه ورنکړي چې دا مهم فرصت بېځایه ولاړ شي؛ ولسمشرۍ ماڼۍ دا پیغام بې ارزښته بللی دی.
د طالبانو ډلې مشر، ملاهبت الله د کوچني اختر په پار نوي پیغام کې، ډیرۍ له امریکا سره د سولې د هوکړه لیک په عملي کیدو ټینګار کړی دی.
هغه د هوکړه لیک پلي کول، په هیواد کې د ټولو ښکیلو لوریو په ګټه بللی او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې په دې برخه کې ژمن پاتی شي.
هغه زیاته کړې چې؛ امریکایي چارواکو ته وایم، چا ته اجازه مه ورکوئ چې زمونږ او ستاسې ترمنځ ترسره شوی هوکړه لیک چې د نړۍ په کچه منل شوی، له خنډ، ځنډ او بلاخره ناکامۍ او ماتې سره مخامخ کړي.
خو د افغانستان دولت، د طالبانو ډلې د مشر اختریز پیغام، هغه هم د دې ډلې وروستیو بریدونو ته په کتو سره، عجیبه بللی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: ”عجبه ده! له یوې خوا، هره ورځ زمونږ خلک له انتحار او چاودنو سره ټوټې ټوټې کوي او خپلو تاوتریخوالو ته دوام ورکوي، له بلې خوا، د سولې د هوکړه لیک اړوند خبرې کوي!؟ دا پیغام ارزښت نلري، تر دې چې ثابته کړي چې له خلکو سره پخلاینه کوي.”
د طالبانو مشر د حکومت په بندخونو کې د دې ډلې بندیانو ته هم ګوتڅنډنه کړې او له بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي چې د هغو د خوشې کیدو لپاره هڅه وکړي.
خو په دې پیغام کې د اختر په ورځو کې د اوربند یا د جګړې د کمښت اړوند هیڅ ګوتڅنډنه نده شوې.
په کابل کې دې ډلې ته نږدې سرچینې وایي، چې طالبان یوازینۍ حل لاره د هوکړه لیک پلي کول بولي او اوس که امریکاییان دې ډلې ته د هوکړه لیک د عملي کیدو ډاډ ورنکړي، د اختر په ورځو کې د جګړې د ډیریدو اټکل شتون لري.
د سولې د ولسي ټولنې مشر او د دې ډلې مخکینی غړی، سیداکبر آغا، آرزو ټلویزیون ته په هیواد کې د اوربند ټینګښت یوه مهمه اړتیا بولي. هغه زیاته کړه، دا چاره د سولې په هوکړه لیک کې هم ویل شوې، خو لا هم د طالبانو ترمنځ لا هم د اوربند د ټینګیدو اړوند خنډ شتون لري.
له دې ټولو سره، په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، له قطر څخه کابل ته راغلی دی. که څه هم طالبانو قطر ته د هغه د سفر اړوند څه ندي ویلي؛ خو مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد به په قطر کې له طالبانو سره، د هوکړه لیک په پلي کولو او د تاوتریخوالي په کمیدو خبرې وکړي.