1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا د سولې د هوکړه لیک د پلې کیدو لپاره له حکومت او طالبانو سره خبرې کوي

مارک-اسپر
05 May 2020

د امریکا د دفاع وزارت وزیر وایي، که څه هم د طالبانو له لورې تاوتریخوالی کم شوی ندی؛ خو دې ډلې په بهرنیو پوځیانو او لویو ښارونو بریدونه ندي کړي.

 

ظاهراْ امریکا هم د مخکې ټاکل شوي مهال ویش له مخې له طالبانو سره د لاسلیک شوي هوکړه لیک د نه پلي کیدو له کبله اندیښمنه ده.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک سپر، په دې وروستیو کې په یوې ټلویزیوني مرکه کې، په افغانستان کې د طالبانو له لورې د نښتو پر دوام نیوکه کړې خو وایي چې دې ډلې په بهرنیو پوځیانو او لویو ښارونو بریدونه ندي کړي.

هغه زیاته کړې: د سولې هغه هوکړه مو چې ترتیب کړې، په پاې کې به د افغانانو ترمنځ د خبرو لامل وګرځي. دا د ټولو لوروی او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو لپاره چې له ۱۹ څخه تر ۲۰ کلونو راپدیخوا په کلکه رنځ وړي، مخ ته د تلو یوازینۍ لار ده. دا لار اوږده، ستونزمنه او پیچلې ده. د طالبانو لوري تاوتریخوالي کې کمښت ندی راوستی. خو دې ډلې په مونږ او لویو ښارونو بریدونه ندي کړي.

له دې سره سم، ولسمشر غني د “عدم انسلاک د غورځنګ” په ناسته کې د دې غورځنګ له غړو وغوښتل چې طالبان بشرپاله اوربند ته وهڅوي.

ښاغلي غني په دې ناسته کې همداراز ویلي: په خواشینۍ سره اوسنۍ جګړې، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره په ځیر شویو هڅو سیورې خپور کړی، ځکه طالبانو لا هم د یوه بشرپاله اوربند لپاره زمونږ وړاندیز ته لبیک ندی ویلی. د عدم انسلاک غورځنګ له ټولو غړو هیوادونو زمونږ غوښتنه دا ده چې له طالبانو وغواړي چې له دې بې معنا تاوتریخوالي لاس په سر شي او افغانستان او سیمې ته د سولې او ټیکاو راوستلو لپاره په یوه سیاسي بهیر کې ونډه ولري.

د هوکړه لیک د نه پلې کیدو یوه برخه، د حکومت او طالبانو ډلې له لورې د بندیانو تبادله ده چې باید دوه میاشتې وړاندې بشپړه شوی وای. د امریکا د دفاع وزیر د دې بهیر په ټکني والي نیوکه کړې ده.

خو ښاغلي سپر هیله وښوده چې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله ترمنځ د سیاسي ناندرو پایته رسیدو او د بندیانو د خوشې کیدو چټکیدو سره، د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

هغه زیاته کړه: اوس مهال د عبدالله او غني ترمنځ د شراکت د یوې هوکړې اټکل شتون لري او د بریالیتوب په صورت کې یې، کولای شوو د افغانانو ترمنځ یو مرکچي ټیم جوړ او له طالبانو سره کښینو. په دې وروستیو کې د یو شمیر بندیانو د تبادلې شاهدان وو، چې بسیا نده. باید دا بهیر چې د سولې لپاره مخ ته د تلو یوازینۍ لار ده، دوام ورکړو.

له دې سره، د ملي امنیت شورا وایي چې د هیواد له بندخونو د طالب بندیانو د خوشې کیدو بهیر همداسې دوام لري.

د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل رسنیو ته ویلي چې طالبان باید د بندیانو د تبادلې بهیر سره سم، تاوتریخوالی کم کړي چې د مخامخو خبرو لپاره لار هواره شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د افغان حکومت له لورې د دې ډلې د ۳۰۰ بندیانو د خوشې کیدو هرکلی کړی او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره یې، د دې بهیر د چټکیدو غوښتنه کړې.