امریکایې مرکچیانو په قطر کې له طالبانو څخه پر لس ورځني اوربند د هوکړې غوښتنه کړې ده.
امریکايي مرکچیانو همدا راز طالبانو ته ګواښ کړی دی که د لسو ورځو د سراسري اوربند غوښتنه یې ونه مني، نو د سولې مذاکرات ورسره بیا هم په ټپه درولی شي.
عرب نیوز د یو طالب چارواکي له قوله دا خبره تایید کړې او دغه طالب مرکچي ویلي چې امریکایانو د لس ورځني اوربند د غوښتنې تر څنګ د مذاکراتو د درولو ګواښ ورته کړی دی.
دغه طالب سرچینه وايي، امریکايي لوري ورته ویلي، د لس ورځني اوربند په ورځو کې به ورسره د سولې هوکړه هم لاسلیک کړي.
دغه طالب چارواکي وايي، مشرانو یې د امریکا د غوښتنو په تړاو څو ورځې مهلت غوښتی تر څو پرېکړه وکړي چې له امریکا سره لس ورځنی اوربند ومني که نه؟
امریکایان دطالبانو له لوري د اوربند منلو او یا هم نه منلو په تمه دي او هیښتیا یې ورکړې ده چې له اوربندپرته به خبې اترې شتون ونه لري.
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې په کابل کې د طالبانو له برید وروسته چې په کې یو امریکایې سرتیري او ۱۳ افغان ولسي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ درې میاشتې درېدلې وې.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد د ډیسمبر میاشتې په ۱۳ نیټه په خپله ټویټرپاڼه کې خبرو اترو له لنډې دمې خبر ورکړ او ویې ویل طالبانو ته یې مهال ورکړی ترڅو له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې د تاوتریخوالی راکمیدو اړوند سلا وکړي.
هغه وویل چې د وروستي برید په اړه چې د ډیسمبر په ۱۱ مه بګرام هوایې ډګر ترڅیرمه ترسره شو خپله غوسه څرګنده کړې ده او له طالبانو یې غوښتي چې دا وښایې چې آیا لیوالتیا لري او کولای شي د افغانستاد خلکو غوښتنو ته لبیک ووایې.
په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین ویلي دي چې دوی د څو ورځو لپاره د خبرو اترو د دریدو غوښتنه کړې ترڅو له خپلو مشرانو سره سلا مشوره وکړي.هغه ویلي دي چې د طالبانو مرکچیانو د شپنیو عملیاتو،د بی پیلوټه الوتکو او د امریکا په مشرۍ د هوایې ځواکونو د بریدونو په اړه له امریکا سره خبرې اترې کړې دي.
خلیل زاد تیره اونۍ،له پاکستاني چارواکو سره له لیدنې وروسته بیرته د قطر دوحې ته ولاړ،خو تر اوسه یې خبرې اترې بیا نه دي پیل کړې.
د قطر له خبرو اترو یوې باوري امریکایې سرچینې ویلي دي چې تر اوسه د واشنګټن دريځ په دې تړاوو بدلون نه دی کړی.
طالبانو او امریکایانو له نهو میاشتو پرلپسی خبرو اترو وروسته،د سولې هوکړه وروستۍ کړه خو په کابل کې له یوه برید وروسته لاسلیک نشو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي