1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا له طالبانو سره له هوکړې پرته له افغانستان څخه خپل سرتیري کموي

IMG10502813
14 Jan 2020

امریکا چمتو ده له طالبانوسره د سولې له هوکړې پرته،له افغانستان څخه خپل سرتیري کم کړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار رابړت اوبړاین ویلي دي چې د روان کال په ترڅ کې له طالبانو سره هوکړې ته رسیدل شونې ده خو ټینګار کوي چې هر کله چې دا هوکړه وروستۍ هم نشي،ټرامپ چمتو ده له افغانستان څخه خپل سرتیري راکم کړي.

اوبړاین ټينګار کړی دی چې امریکا غواړي په افغانستان کې خپل پوځي حضور راکم کړي.

وړاندې له دې د امریکا ولسمشرهم اعلان کړی وو چې په افغانستان کې به د امریکایې سرتیرو شمیر ۸۴۰۰ کسانو ته راکم کړي.

له بلې خوا روسیې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ایران د نه همکارۍ له اټکله خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې په منځنۍ ختیځه کې د امریکا او ایران ترمنځ شخړیو لوړیدو او قاسم سلیماني وژنې وروسته،ممکن ایران له امریکا سره نه یوازی په سیمه بلکې د افغانستان د سولې په بهیر کې له همکارۍ ډډه وکړي.

 وړاندې له دې یو شمیر قانون جوړونکو هیښتیا ورکړې وه چې د امریکا او ایران ترمنځ لانجې کولای شي د افغانستان پر حالت اغیزمن اوسي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي