1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا: پاکستان لاهم د ترهګرو لپاره امن ځای دی

n83325505-73046982
25 Jun 2020

د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې لیکلي دي چې ترهګر لاهم د پاکستان له خاورې په ګټنې پر افغانستان او هند بریدونه ترسره کوي او اسلام آباد د دې ډلو پر وړاندې بسیا اقدام نه دی ترسره کړی.

دا ګزارش چې په نړۍ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم  دی په ۲۰۱۹ زیږدیز کال کې خپور شوی راغلي دي چې پاکستان له افغان طالبانو او طیبې لښکر څخه چې د افغانستان پر ضد فعالیت لري،ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په ۲۰۱۹ کال کې طالبانو او حقاني شبکې ترهګریز بریدونه ډیر کړي، عام او پوځي خلک یي موخه ګرځولي دي.

د دې ګزارش پر بنسټ، د داعش ډلې هم د عام وګړو په ځانګړي توګه د مذهبي اقلیتونو پر وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د دې ګزارش پر بنسټ ویل شوي چې فغانستان د خپلو پولو په خوندي ساتلو کې په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران سره د پام وړ ننګونو سره مخ دی، او د سولې او پيوستون لپاره د افغانستان – پاکستان ګډ کاري پلان چې د پولو امنیت هم د هغه یو برخه ده، د دواړو هیوادونو د پولو د امنیت او ساتلو لپاره پرمختګونه ډیر کم دي.

په دی  ګزارش کې  د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له نیمګړتیاو هم یادونه شوی او ویل شوي دي چې د پاکستان حکومت د دې خبرو اترو د زمینې په برابرولو کې کلیدي رول لوبولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ګزارش پر بنسټ، لاهم د پاکستان په دیني مدرسو کې افراطیت زده کول کیږي او پاکستاني چارواکو په دې تړاو هیڅ ګام ندې اوچت کړی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکو تل د ترهګرو څخه خپل ملاتړ کړی او ځان د ترهګرۍ قرباني بولي.

 ژباړه: نجلا مایار