| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
امریکا په افغانستان کې د اوربند د غځیدو غوښتنه وکړه
11 May 2021
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې تاوتریخوالی وحشتناکه بللی او له دواړو لوریو یې غوښتي چې یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره خبرې چټکې کړي؛ امریکا د مخته راغلي حالت پر وړاندې ځواب ویونکې ده.
د حکومت او طالبانو له لورې د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان، د بیلابیلو لوریو له هرکلي سره مخامخ شو یدی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، په یو لړ ټویټونو کې ویلي چې په تیرو اونیو کې د تاوتریخوالي کچه وحشتناکه وه او د افغانستان خلکو یې بیه ورکړې ده.
زلمي خلیلزاد پر تلپاتي اوربند د ټینګار ترڅنګ، یوې سیاسي هوکړې ته د رسیدو لپاره د خبرو د چټکیدو غوښتنه کړې چې د هغه په وینا، دا بې معنا جګړه پایته ورسیږي.
له دې سره هم مهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ند پرایس د دواړو لوریو له لورې د اوربند اعلان هرکلی کړی او د دې بهیر د غځیدو غوښتنه یې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په یوې خبري ناسته کې وویل: “مونږ د طالبانو له لورې د اختر په ورځو کې د اوربند له اعلان څخه هرکلی کوو. مونږ د افغانستان له حکومت او طالبانو غواړو چې د سولې په روان بهیر کې سره جدي تعامل ولري چې دا ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان د ترهګرۍ پرته د راتلونکي او د بې معنی جګړې د پایته رسیدو شاهدان اوسي.”

په همدې حال کې، د ولسمشر لومړي مرستیال، امرالله صالح له سي بي اس ټلویزیون سره په مرکه کې، امریکا په افغانستان کې د مخته راغلي حالت اړوند امریکا ځواب ویونکې بللې.
د ښاغلي صالح په وینا، دا امریکاییان وو چې په دوحه کې یې د طالبانو لپاره د دفتر جوړولو او د هوکړه لیک لاسلیک سره هغو ته مشروعیت وباښه.
ښاغلي صالح یاده کړه: “په یقین چې د امریکا متحده ایالتونو طالبانو ته مشروعیت وباښه. په دوحه کې د دفتر جوړیدل د امریکا کار دی. له بندخونې د ملا برادر بهر کول د امریکا نوښت دی. دلته او هلته د سفر لپاره طالبانو ته اجازه ورکول د امریکا په مرسته شوي. د دوحې هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ دی او هغوی باید په دې اړه ځواب ویونکي اوسي.”

له بلې خوا د ملي روغې جوړې د لویې شورا مشر، د امریکايي ځواکونو د وتلو د اعلان وروسته مخته راغلي شرایط، پیچلي بولي. ځکه د ښاغلي عبدالله په باور، د طالبانو تمه د مې په لومړۍ د ځواکونو وتل وو.
ښاغلي عبدالله له سي بي اس شبکې سره په مرکه کې ویلي: “په دې پړاو او په ځانګړې توګه د سپتامبر یولسمې وروسته د ځواکونو د وتلو د اعلان وروسته ډیر پیچلي تر سترګو کیږي. طالبانو د دې تمه لرله چې دا کار د مې میاشتې له لومړۍ نیټې مخکې وشي. هغه څه چې مونږ پوهیږو طالبانو په عمل کې هیڅ ګام ندی اوچت کړی. هغوی د خپلو بیلابیلو ګټو پر بنسټ، نورو ترهګریزو ډلو ته د پناه ورکولو اړوند خپل لیدلوري ته بدلون ورکړی دی.”
له دې سره، که څه هم ولسمشر غني امنیتي سرتیرو ته د اختر به ورځو کې د اوربند د رعایت سپارښتنه کړې، خو د طالبانو له لورې یې د تلپاتي اوربند غوښتنه هم کړې ده. طالبانو بیا خپلو کسانو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په ورځو کې د حکومت کنټرول لاندې سیمو ته ولاړ نشي او حکومتيانو ته هم اجازه ورنکړي چې د دوی سیمو ته تګ را تګ وکړي.

