1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امریکا: په غزني کې نسکوره شوې پوځي الوتکه زمونږ ده

202012719354648
28 Jan 2020

د امریکا پوځ منلې چې د دوه نۍ په ورځ (سلواغې ۷/جنوري ۲۷) هغه الوتکه چې په غزني کې نسکوره شوې، د دې هیواد ده.

په افغانستان کې د امریکايې ځواکونو ویاند سانی لګت وایي په داسې حال کې چې د E-11A ډوله الوتکې د نسکوریدو په اړه څيړنې روانې دي خو داسي نښانې چې الوتکه د دښمن له لوري نسکوره شوې وي، شتون نه لري.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا امریکایې الوتکه یې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې چپه کړې چې په پایله کې يې یو شمیر زیات امریکایې پوځيان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې ده یک چې د غزني په سویل ختیځ کې پرته ولسوالۍ ده، یوه برخه یې د طالبانو په ولکه کې ده.