1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

امنیتي ځواکونو د تخار بنګي او خواجه غار ولسوالۍ بیرته ونیولې

219d35ef-d7dc-45b1-abc2-d0fc1229c8ac
21 Jun 2021

د ملي دفاع وزارت د طالبانو له شتون څخه د تخار بنګي او خواجه غار ولسوالیو له چڼیدو خبر ورکوي.

دې وزارت اعلان وکړ چې امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅون کوونکو او هوايي ځواک په ملاتړ، تیره شپه دا ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه چڼ کړې.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې نښته کې طالبانو ته درنده مرګ ژوبله اوښتې او د دې ډلې یوشمیر ډيره وسله هم د امنیتي ځواکونو لاسته لویدلې ده.

د یوه بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت د فاریاب میمنې ښار ته د تازه دمو سرتیرو له رسیدو خبر ورکړی دی.