د ام ټي ان مخابراتي شرکت اعلان کړی چې په افغانستان، یمن او سوریه کې خپلې چارې په ټپه دروي.
دې شرکت په یوه بیاینه کې اعلان کړی چې پریکړه یې کړې چې په افریقا کې په خپلو چارو ځیرنه ولري، نو له دې کبله له منځني ختیځ څخه بهر کیږي.
د ام ټي ان شرکت عامل مدیر، راب شتر ویلي چې هوډ لري چې د دې شرکت ۷۵ سلنه سهام په سوریې وپلوري.
ښاغلي شتر ټینګار کړی چې په دې هیواد کې د ام ټي ان د فعالیتونو د ځنډولو پریکړه، د دې مخابراتي شرکت لږ مالي عایدات په ګوته کړي.
د هغه په وینا، دا درې هیوادونه د ام ټي ان څلورسلنه مالي عایدات تامینوي.
په دې وروستیو کې دا مخابراتي شرکت د امریکا له لورې ترهګریزو ډلو او په تیره بیا په افغانستان کې د داعش ترهګریزې شبکې ته د بډې په ورکولو تورن شوی دی. امریکا دا شرکت د ترهګرۍ ضد قوانینو په نقض تورن کړی.