انس حقاني او د طالبانو د ډلې دوه نور مخکښ قوماندانان له بنده آزاد شول
محمداشرف غني په یوې خبري ناسته کې چې له یوشمیر رسنیو څخه په ژوندۍ بڼه خپریده وویل چې د سراج الدین حقانی ورورانس حقاني،حافظ رشید عمري او مالي خان د یوه مخ آړ له مخې له بنده خوشی شوي دي.
د دې کسانو آزادي له طالبانو څخه د امریکایې پوهنتون د دو استادانو د خوشي کیدو په بدل کې ترسره شوې ده.
د طالبانو د ډلې د دا دوه ستر چارواکي کابل ته د پاکستان د استخباراتو د سازمان د مشر فیض حمید له سفر یوه ورځ وروسته آزاد شول.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي