1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

اوزبیکستاني چارواکو سره د زلمي خلیل‌زاد لیدنه

01
01 Jul 2020

ښاغلي خلیل‌زاد تیره ورځ د افغانستان د سولې په تړاو د خبرو لپاره تاشکینت ته سفر وکړ

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تیره ورځ درېنۍ (چنګاښ۱۰/جون ۳۰) د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره لیدنه وکړه او وروسته یې د تاجیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرقیزستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم په آنلاین بڼه د افغانستان د سولې بهیر اړوند د منځنۍ آسیا هیوادونو پر ونډې خبرې وکړی.

خلیلزاد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې: مونږ د سولې په بهیر کې وروستیو پرمختګونو، هغه مهمه ونډه چې منځنۍ آسیا یې لوبوي او د سولې په بهیر کې به دوام ورکړی، پر خبرې وکړې؛ او دا چې څرنګه له سولې څخه د سیمه ییزې نښلیدنې، سوداګرۍ او پرمختیا به برخه کې ګټه کولای شي.

زلمی خلیلزاد ټينګار کوي چې په سوله کې د سیمې هیوادونو ونډه مهمه ده او د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل سره به امریکا په ګډه په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي. 

خلیلزاد زیاته کړه: مونږ په هر هیواد کې د پانګونې او نړیوالو فرصتونو په اړه بحث وکړ. مونږ همداراز د سیمې د پرمختیا د ټولیز صندوق د څرنګوالي اړوند سلاوې وکړې.

له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ولسمشر غني او د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله سره هم د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړی.

سپیدار اعلان وکړ چې دوی د سولې بهیر د پر مختګونو، د تاوتریخوالي د کمیدو، د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل، د طالبانو او حکومت د بندیانو د بشپړ خوشې کیدلو او د افغانستان د سولې څخه د سیمې هیوادونو ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

په دې ویډیویي ناسته کې د افغانانو په مشرۍ یوې هوکړې ته د رسیدو په اړه هم ټینګار شوی دی.

 ژباړه: نجلا مایار