| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
اوزبیکستان له افغانستان سره د ۱۰۰۰ بالونو آکسیجنو مرسته وکړه
12 Jun 2021
د اوزبیکستان دولت چارواکي افغان چارواکو ته د دې مرسته شویو بالونونو د په واک کې ورکولو پر مهال وویل چې له کرونا سره ښې مبارزې لپاره افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د کرونا چټکۍ خپریدو او په روغتونونو کې د آکسیجن کمښت څخه نیوکو سره هم مهاله، د اوزبیکستان دولت له افغانستان سره د آکسیجن ۱۰۰۰ بالونونو مرسته وکړه.
دا مرستې تیره ورځ ( جمعه، غبرګولي/جوزا ۲۱مه) د اوزبیکستاني چارواکو له لوري په بلخ ولایت کې سیمه ییز پازوال ته وسپارل شوې.
د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان د دولت ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف د دې بالونونو د تسلیمې پر مهال وویل چې هیواد یې په روغتونونو کې د آکسیجن د ستونزې لیرې کیدو لپاره، همدا شان خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د هغه په وینا، اوس مهال ۲۰ افغان روغتیاپالان هم د اوزبیکستان په روغتونونو کې د کرونايي نا روغانو د درملنې د لارو چارو په روزنې بوخت دي چې ډير ژر به افغانستان ته ستانه شي.

په همدې حال کې د بلخ سیمه ییز پازوال هم دا مرستې د هیواد په روغتونونو کې د ستونزو حل لپاره ستر ګام بولي.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي ویل: “ په داسې شرایطو کې چې په روغتونونو کې د آکسیجن کمښت په جدي توګه احساس کیږي، دا مرستې د هیوادوالو لپاره یوه زیر دی.”
هغه زیاته کړه چې ډير ژر به د اوزبیکستان له دولت سره په همکارۍ، په مزارشریف ښار کې د آکسیجن د تولید یوه دستګاه نصب او په فعالیت پیل وکړي.
د اوزبیکستان د آکسیجن زر بالونونه د افغانستان شمالي ولایتونو روغتونونو ته ځانګړي شوي دي.
د بلخ د عامې روغتیا واکپال ګل احمد ایوبي وویل چې له دې منځه پنځه سوه (۵۰۰) بالونونه یې بلخ ته ځانګړي شوي دي.
د هغه په وینا، هڅه به وکړي د آکسیجن دا بالونونه هغو کرونايي نا روغانو ته چې آکسیجن ته جدي اړتیا لري، وویشل شي.
اوزبیکستان لومړنی هیواد دی چې په اوسني کرونايي کړکیچ کې، افغانستان ته د آکسیجن ۱۰۰۰ بالونونو مرسته کوي، تاشکینت تیر کال هم د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره له افغانستان سره د درملو او خوراکي توکو مرسته کړې وه.
