د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو ایران ته سفر کړی دی.
یوناما د یوې نۍ په ورځ (د سلواغي ۶ / د جڼوري ۲۶ ) په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو له ایراني چارواکو سره د لیدني لپاره تهران ته سفر وکړ.
تمه ده ښاغلی یاماماتو، په دې دوه ورځني سفر کې د افغانستان د حالت په اړه له ایراني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د کارپوهانو په وینا، له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د بحث په تودیدو سره، په دې بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو وڼده مهمه او ګټه وره بلل کیږي.
آرزو خبري سایټ – نجلا مایار