د امریکا د مخکیني ولسمشر مرستیال چې په افغانستان کې د ملت جوړونې د اند مخالف دی وايي چې امریکا باید یوازینی هغه کار چې په افغانستان کې ترسره کړي، د ترهګرۍ سکالو ته رسیدنه ده.
د امریکا ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دموکراتانو ګوند نوماند او د مخکیني ولسمشر مرستیال، جو بایډن، په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان به هیڅ کله هم یو موټی هیواد نشي.
ښاغلي بایډن د خپل ګوند په یوه مناظره کې ټینګار کړی چې تل په افغانستان کې د ملت جوړونې د اند مخالف وو او یوازینی کار چې باید امریکا یې په افغانستان کې ترسره کړی، هغه په دې هیواد کې د ترهګرۍ سکالو ته رسیدنه ده.
هغه زیاته کړې: زه په افغانستان کې د ملت جوړونې د هر ډول فکر بشبړ مخالف یم. یوازینې کار چې کولای شو ترسره یې کړو، په دې سیمه کې ترهګرۍ ته رسیدنه ده. د دې هیواد د یووالي هیڅ شونتیا شتون نلري. هیڅ شونتیا نشته چې افغانستان یوموټی شي.
د جو بایډن د څرګندونو پر وړاندې غبرګونونه څه دي؟
په ستراتیژیکو او عامه اړیکو په چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار، وحید عمر، د بایډن د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان، د ملت جوړولو لپاره نورو هیوادونو ته اړتیا نلري.
ښاغلي عمر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: ستاسې له ټولو مرستو مننه. خو مونږ اړتیا نه درلوده چې تاسې مونږ ته ملت جوړونه وکړئ. پیړۍ کیږي چې مونږ یو ملت یوو. مونږ اړتیا نه درلوده چې تاسې مونږ په یوموټي هیواد بدل کړئ. مونږ له وړاندی یو موټی هیواد وو. تاسې د نړیوالې ترهګرۍ د ماتولو په موخه افغانستان ته راغلئ چې زمونږ ټولو په ګټه تمامه شي، او له تاسې غواړو چې دا کار وکړئ.
اروپایي ټولنې هم دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې د افغانستان خلک خپله د ملت جوړولو وړتیا لري.
دې ټولنې لیکلي دي: د افغانستان خلک وړتیا لري او کولای شي ملت جوړونه وکړي او د خپلو اصلي ارزښتونو او سوله ییزو موخو اړوند یو شي. اروپایي ټولنه په افغانستان کې د ټولو افغانانو لپاره په ملت جوړونې باور او په دې کې د ګډون ویاړ هم لري.
د امریکا د ۲۰۲۰ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د دموکراتانو بله نومانده، الیزابت واررن، هم ویلي چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او واشنګټن باید خپل سرتیري راستانه کړي.
میرمن واررن زیاته کړې: مونږ باید خپل سرتیري هغه کار ته وانستوو چې پوځي حل لاره ونلري او هغه مهال رارسیدلی چې خپل سرتیري راستانه کړو او هغه وخت راغلی چې په افغانستان کې بې پایه جګړه پای ته ورسیږي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ د دې هیواد په کانګرس کې په کلنۍ وینا کې د افغانستان د تر ټولو اوږدې جګړې په پایته رسولو او له دې هیواد څخه د خپلو سرتیرو په بهر کولو ټینګار کړی وو.