1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

برجام د نړۍ د مشرانو د خبرو اترو منځ ټکی

5246820
06 Feb 2021

د بريټانیا لومړی وزیر او د فرانسې ولسمشر په یوې ټلفوني اړیکه کې د ایران د هسته یې هوکړې پر سر خبرې وکړې.

د بریټانیا د لومړي وزیر دفتر په یوې ویناپاڼه کې اعلان وکړ چې بوریس جانسون او امانویل ماکرون د برجام د هوکړې په اړه د آمریکا او ایران ترمنځ خبرو اترو پر بیا پیل ټينګار وکړ.

له بلې خوا د برجام غړو درییو اروپايي هیوادونو بریټانیا،آلمان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې آنلاین ناسته کې له ایران سره د هسته یې هوکړې ګټورتیا پر سر خبرې اترې کړې دي.

اروپايي ټولنې هم اوسني برجام سره  د خپلې ژمنې له دریدو خبر ورکړی او هیله مندي یې ښودلې ده چې دا سکاله د یوې مهمې څو اړخیزې لاسته راوړنې په توګه خپلې اصلي لارې ته راوګرځي.

د اروپايي ټولنې پازوال اعلان وکړ چې په دې اړه د فرانسې د لسمشر څرګندونې د هغه شخصي لیدلوری دی او د اروپايي ټولنې له سیاست سره هیڅ راز تړاو نه لري.