د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د کډوالو ستنیدل د دولت کاري لومړیتوب دی او له همدې کبله په ۱۳۹۸ کال کې هیواد ته د ۵۰۰ زرو کډوالو د ستنیدو لپاره لار هواره شوې ده.
د کډوالو چارو وزیر، سید حسین عالمي بلخي، نن (یوه نۍ، د کب ۱۸/مارچ ۸)، ولس ته د دولت د ځواب ورکولو په برنامه کې وویل، دې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال ۳۸ غوره فعالیتونه پلان کړي وو چې له دې ډلې ۲۷ فعالیتونه یې بشپړ شوي، ۱۰ نور فعالیتونه د ترسره کیدو په حال کې دي او یو فعالیت بیا ځنډیدلی دی.
هغه زیاته کړه، له ایران، پاکستان، اروپایي او نورو هیوادونو څخه د داوطلبه او جبري ستنیدونکو ټولیز شمیر، ۵۴۸ زره او ۶۰۷ ته رسیږي.
ښاغلي بلخي پر دوام وویل: د کډوالو وزارت له ۲۳۰ زرو ډیر کورني بیځایه شوي له لوړکیفیته روغتیايي چوپړتیاوو برخه من کړي چې دا چاره د دې لامل شوې چې د کورنیو بیځایه شویو د روغتیایي ستونزو یوه لویه برخه هواره شي.
د هغه په وینا، د ۱۳۹۸ کال مالي کال په اوږدو کې، په ټوله کې د افغانستان له بیلابیلو سیمو کې ۷۲۱ زره او ۱۸۲ تنه کرارو سیمو ته بیځایه شوي او د بیځایه شویو د ملي پالیسۍ پر بنسټ، اصلي سیمو ته د ۶۳ زره او ۳۴۹ کورنیو بیځایه شویو ته د میشتیدو زمینه برابره شوې چې له دې ډلې؛ پنځوس زره او اویا کورنۍ په خپله خپلو سیمو ته ستنې شوې دي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر زیاته کړه چې د تیر مالي کال په اوږدو کې، د ۱۱۶ زره او ۶۵۷ بیځایه شویو کورنیو سره بشري مرستې شوې دي.
د کډوالو چارو وزیر د څرګندونو پر بنسټ؛ په کوربه هیوادونو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو وضعیت ته رسیدنه؛ د کډوالو او پناه غوښتونکو د داوطلبانه او تلپاتې ستنیدو بهیر پیاوړتیا؛ د ستنیدونکو او کورنیو بیځایه شویو د یوځای کیدو د بهیر آسانتیا؛ کورنیو بیځایه شویو وضعیت ته رسیدنه؛ کډوالو، راستیندونکو او کورنیو بیځایه شویو ته د اغیزمنو حقوقي او ټولنیزو چوپړتیاوو وړاندې کول، د دې وزارت له تګلاریزو موخو څخه دي.