ولسمشرغني د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار مزارشریف ښار ته ورسید.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلی غني د بلخ ولایت عمومي حالت ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی دی.
په دې سفر کې له ولسمشرغني سره د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح او د هغه امنیتي سلاکار محمدمحقق هم ملتیا کوي او تمه ده د بلخ له سیمه ییز او امنیتي پازوال، مدني فعالانو، د خلکو استازو او رسنیو سره په جلا جلا توګه وګوري.
بلخ ته د ولسمشرغني سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په وروستیو اوونیو کې د دې ولایت په یوشمیر برخو کې د امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړه له بل هر مهاله ډيره شوې ده.