1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

بلینکین: له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته له دې هیواد څخه نه بهر کیږو

c5139016-ac69-11eb-9c9f-63ba12e765d1_image_hires_170741
04 May 2021

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکوي چې له افغانستان څخه د پوځیانو د وتلو وروسته هم په افغانستان کې سیاسي حل لارې ته د رسیدو او د خبرو د پرمخ وړلو لپاره خپل سیاست فعاله ساتي.

 

که څه هم له افغانستان څخه د بشپړو امریکایي ځواکونو د بهر تلول پاره د جوبایډن د مهال ویش د اعلان وروسته، په هیواد کې د حالت د خرابیدو اړوند اندیښنې ډیرې شوې، خو واشنګټن ډاډ ورکوي چې له کابل سره به خپلې اړیکې ونشلوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خپل بریټانیایي سیال سره په ګډه خبري ناسته کې وایي چې امریکا له وتلو وروسته هم د خبرو د پرمخ وړلو او په افغانستان کې یوې سیاسي حل لارې ته د رسیدو په موخه خپل سیاست فعاله ساتي.

هغه زیاته کړه: “دا روښانه ووایم چې حتی له افغانستان څخه زمونږ د ځواکونو د وتلو وروسته له دې هیواد څخه نه بهر کیږو او له دې هیواد سره اړیکې نشلوو. هڅه کوو چې له ډیپلوماټیک اړخه ډیر فعاله اوسو چې د افغانستان حکومت، طالبانو او نورو کلیدي اړخونو ترمنځ د یوې سیاسي حل لارې د لاسرسي لپاره د خبرو پرمختګ لپاره کار وکړو. پرمختیایي، بشرپاله، اقتصادي برخو کې خپلو مرستو او همداراز د افغانستان د امنیتي سرتیرو ملاتړ ته دوام ورکوو.”

له دې سره هم مهاله، د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د وړتیاوو او په دې هیواد کې د لاسته راوړنو په ساتنې ټینګار لري.

د بریټانیا د ډیپلوماسۍ دستګاه مشر وویل: “مونږ مطمیناْ وینو چې لومړیتوب مو له اوس څخه تر سپتامبره د ځواکونو ساتنه ده چې دا ډاډ ترلاسه کړو چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې وړتیا وساتل شي او په افغانستان کې لاسته راوړنې چې په ډیرې سختۍ ترلاسه شوي هم له منځه ولاړې نشي. همداراز مو په ټوله کې د خبرو پرمخ وړلو لپاره چې د ټولو افغانو په ګټه وي او تر شوني ځایه افغانستان ټیکاو ته ورسوي او د یو ټول ګډونه افغانستان لپاره زمینه برابره کړي، ټینګار وکړ.”

ظاهراْ په امریکا کې هم له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو د پایلو اړوند اندیښنې شته دي؛ ډیرۍ هم د طالبانو د بریدونو د ډیریدو او د کورنۍ جګړې د پیښیدو د اټکل وړاندوینه کوي.

د امرکیا د بهرنیو چارو مخکینۍ وزیرې، هیلاري کلینټون له سي ان ان خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي چې واشنګټن باید له افغانستان څخه د وتلو په پایلو ځیرنه ولري.

میرمن کلینټون زیاته کړه: “زمونږ حکومت باید د وتلو په دوو لویو پایلو ځیرنه ولري. لومړی، د افغانستان حکومت بالقوه سقوط او د طالبانو له لورې د افغانستان تسخیر دی. شونې ده چې د دې هیواد په ځینو برخو کې جګړې دوام ومومي او په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت هم ځواکمن شي… همداراز د کډوالۍ د لویې څپې د پیل اړوند اندیښمنه یم چې په افغانستان کې د ترهګریزو شبکو او په ځانګړې توګه د القاعدې او اسلامي دولت د فعالیتونو د دوام په صورت کې دویمه ستونزه ده.”

څلور ورځې کیږي چې له افغانستان څخه د بشپړو امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی؛ هغه بهیر چې تمه ده د څلورو میاشتو ډیره موده کې بشپړه شي. خو په دې موده کې، حکومتي چارواکو تل ډاډ ورکړی چې د هیواد امنیتي سرتیري د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري.