1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

بنګلادیشي عالمان: د افغانستان روانه جګړه شرعي توجیه نلري

IMG16195885-880x587-1
26 Oct 2020

د بنګله دیش عالمانو او شیخانو په یوې اعلانپاڼه ک ېویلي چې په افغانستان کې د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي او دا جګړه، هیڅ شرعي او اسلامي توجیه نلري.

 

د بنګله دیش دیني عالمانو او شیخانو پرون (یوه نۍ، لړم څلورمه)، په دې هیواد کې په یوې ناسته کې، په افغانستان کې د جګړې له لوریو وغوښتل چې د خلکو غږ ته لبیک ووایي او اوربند اعلان کړي.

هغو وروسته په یوې اعلانپاڼه کې په قطر کې د سولې له روانو خبرو خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دې اعلانپاڼه کې راغلي: تر هغه چې پوهیږو په افغانستان کې د جګړې دواړه لوري مسلمانان دي او د مسلمان پر وړاندې د مسلمان جګړه د اسلامي نصایحو له پلوه شرعي او اسلامي توجیه نلري. په دې بنسټ په قطر هیواد کې د مذاکراتو د ثمر ته رسیدو لپاره د پاملرنې د  غوښتنې ترڅنګ، د بیوزله خلکو پر ضد د بریدونو له دوام څخه جداْ ډډه وشي.

د افغانستان دولت، نن (دوه نۍ، لړم پنځمه)، د بنګله دیش د عالمانو د دې فتوا هرکلی وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانستان پر وړاندې د طالبانو د اوسنۍ جګړې ناروا او نااسلامي بللو اړوند د بنګلادیش د دیني عالمانو د فتوا له صادریدو، هرکلی کوي. له شک پرته، د اسلامي نړۍ او افغانستان ډیرۍ عالمان، کلونه کیږي چې د طالبانو روانه جګړه د شرعي نصوصو پرخلاف بللې او په پایته رسیدو یې ټینګار کړی دی.

له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازولۍ دفتر، د سړوښې موسم د رسیدو مخکې د جګړو د پایته رسیدو او اړمنو هیوادوالو ته د بشري مرستو د رسیدو غوښتنه کړې ده.

یوناما اعلان کړی چې: په افغانستان کې د بشرپاله اوربند ټینګیدو سره، ټول کولای شي چې له ګډ دښمن یعنې کوویډ-۱۹ سره مبارزه وکړي او د سړوښې رارسیدو مخکې ټولو اړمنو افغانانو لپاره د بشرپاله مهمو مرستو د رسیدو زمینه برابره شي.

د طالبانو د جګړې د دوام پر وړاندې غبرګونونه په داسې حال کې ډیریږي چې د دوحې د هوکړه لیک پر بنسټ، دې ډلې په بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه درولي، اوس آندونه دا دي چې له حکومت سره د دې ډلې د جګړې دوام او له بهرنیو سره سوله، دا روښانوي چې د دې ډلې جګړه هیڅ توجیه نلري.