د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي ګزارش کې د جګړې د بېځایه شویو د حالت اړوند اندیښنه ښودلې او د حکومت او نړیوالې ټولنې له لورې یې د دې کسانو حالت ته د رسیدنې او مرستې رسولو په برخه کې د هڅو د ډیریدو غوشتنه کړې ده.
د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي ګزارش کې چې نن (څلورنۍ، وري یوولسمه)، خپور شو، په افغانستان کې یې د کورنیو بیځایه شویو حالت د اندیښنې وړ بللی دی.
د دې بنسټ موندنې ښيي چې لوږې او د کرونا ویروس خپریدو، په افغانستان کې د نږدې څلور میلیون وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی چې د جګړو او نورو لاملونو له کبله له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
دا بنسټ وایي په دې هیواد کې څلور میلیونه تنه، اوس مهال په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې لومړنۍ روغتیایي توکي نلري؛ له دې کبله د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه باید د هغو د ساتنې لپاره خپلې هڅې ډیرې کړي.
په همدې حال کې، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له بېځایه شویو سره د مرستو لپاره د هڅو د ډیریدو خبر کوي.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت رسنیز سلاکار، سید عبدالباسط انصاري آرزو ټلویزیون ته وویل چې په تیر یوه کال کې، د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ له ۷۴زره بېځایه شویو کورنیو سره مرسته شوې او دا مرستې به په روان کال کې هم دوام ولري.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو په چارو کې د همغږۍ دفتر (اوچا)، هم په یوه ګزارش کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دوو میاشتو کې، په افغانستان کې ۴۹زره تنه د جګړو له کبله له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
مخکې له دې بیا د جګړو له کبله یو شمیر بېځایه شویو د حکومت د مرستې رسولو په بڼې نیوکه کړې ده.
له دې ټولو سره، د خوړو د نړیوال سازمان د ګزارش پر بنسټ، په افغانستان کې نږدې ۱۷ میلیونه وګړي د خوراکي امنیت له نشتونه رنځ وړي او په دې منځ کې له پنځو میلیونو ډیر وګړي د خوراکي توکو د خوندیتوب له ډیر نشتون سره مخامخ دي.