| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
بې پولي خبریالان په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو د څیړنې غوښتنه وکړه
02 Jun 2021
د بې پولې خبریالانو سازمان په دې وروستیو کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته یو شکایت لیک استولی دی او په هغه کې په تیر یوه کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ترسره شویو جنایتونو د څيړنې غوښتنه کړې ده.
د دې بنسټ د شمیرنو پر بنسټ، په تیر یوه کال کې په افغانستان کې ۱۱ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې د جرمونو محکمه باید د دوی دوسیې وڅيړي.
د بې پولې خبریالانو سازمان په اعلانپاڼه کې، په جلال آباد کې د انعکاس ټلویزیون، د غور غږ راډیو، په هلمند کې آزادۍ راډیو، د الجزیرې، اسوشیتید پرس او خورشید ټلویزیون د خبریالانو او کارکوونکو وژل کیدو یادونه کړې ده.
RSF is asking #ICC Prosecutor #FatouBensouda to investigate these murders of #journalists and media workers in #Afghanistan – which could be regarded as #war_crimes – under article 15 of the @IntlCrimCourt Rome statute. https://t.co/hxSCokWI3y
— RSF (@RSF_inter) June 2, 2021
له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې له رسنیو ملاتړي بنسټ هم د رسنیزې ټولنې پر وړاندې تاوتریخوالي له دوام څخه اندیښمن دی.
د خپلواکو رسنیو د ملاتړي بنسټ اجرايي مشر، مجیب خلوتګر آرزو ټلویزیون ته وویل چې د روان زیږدیځ کال لومړۍ میاشتې د خبریالانو لپاره خطرناکه وې او د دې حالت دوام د رسنیزې ټولنې لپاره د اندیښنې وړ دی.
یو شمیر خبریالان هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د بیان د خپلواکۍ او رسنیز فعالیت له محدود کیدو اندیښمن دي.
په کابل کې خبریالې، ګیتي رحیمیي وویل: ویره او اندیښنه دا ده چې له افغانستان څخه بهرنیو ځواکونو وتلو سره، ګواکې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او ویره خپرونه له اوسني حالته لس چنده ډیره شي.
له هیواد څخه بهر ته د مخکښ رسنیزو څيرو او خبریالانو تیښته، سانسور کیدل او رسنیز فعالیت پرې ښودل، په وروستیو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو د ډيریدو له نویو پایلو څخه دي.
د بې پولو خبریالانو د سازمان شمیرنې ښيي چې له ۲۰۰۱ زیږدیز کال څخه را په دې خوا، لږ تر لږه سل خبریالان د اطلاع ورکونې پر مهال وژل شوي دي.
دې سازمان ویلي چې وسله والې ډلې او په سر کې یې طالبانو او دې ډلې ته یو شمیر نږدې کړیو ډیرۍ د دې وژنو مسوولیت پرغاړه اخیستی او له دې سازمان سره د منلو وړ لاملونه شته دي. طالبانو تراوسه د دې ګزارش په تړاو غبرګون ندی ښودلی.
RSF is asking #ICC Prosecutor #FatouBensouda to investigate these murders of #journalists and media workers in #Afghanistan – which could be regarded as #war_crimes – under article 15 of the @IntlCrimCourt Rome statute. https://t.co/hxSCokWI3y
— RSF (@RSF_inter) June 2, 2021