محمد حنیف اتمر نن سهار د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تاجیکستان ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې تمه ده محمد حنیف اتمر په دې دوه ورځني سفر په جریان کې به له ولسمشر امام علي رحمان، لومړي وزیر قاهر رسول زاده، د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین او د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیتې مشر سید مؤمن یتیماوف سره لیدنه وکړي.
ښاغلی اتمر همداشان له تاجیکستاني چارواکو سره د دواړو هیوادو ترمنځ د انرژي، ترانزیت، پانګه ونې، ترانسپورت، پولو، او امنیتي برخو کې د همکاریو پر پياوړتیا هم خبرې کوي.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت واکپال به په دې رسمي سفر کې یو شمیر دولتي چارواکي، والیان، او د ولسي جرګې یو شمیر غړي ورسره ملتیا وکړي.