| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
تاجیکستان ته د ولسمشر غني سفر؛ دواړو هیوادونو ګڼ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
29 Mar 2021
د افغانستان او تاجیکستان ولسمشرانو، په بیلابیلو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ولسمشر غني، نن سحار (دوه نۍ، وري نهمه)، د آسیا زړه-استانبول بهیر په ناسته کې د ګډون په موخه، د تاجیکستان پلازمینې دوشنبې ته ولاړ.
د دواړو هیوادونو ولسمشرانو د کابل-دوشنبې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په بیلابیلو برخو کې په همکاریو د نظر بدلونه وکړه.
امام علي رحمان په دې ناسته کې وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ د ورورولۍ او ګاونډۍ حسن پر اصل ولاړې دي.

له بلې خوا، ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې تاجیکستان د افغانستان د بهرنی سیاست په درییو کړیو، لکه ګاونډي، اسلامي هیواد او په متحوله آسیا کې کلیدي هیواد په توګه کلیدي ونډه لري.
ښاغلي غني یاده کړه چې افغانستان او تاجیکستان په بنسټیزو مسایلو هیڅ راز اختلاف نلري او کابل غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ پوله، د همکارۍ، همغږۍ او همدلۍ په پولې واوړي.
افغانستان او تاجیکستان د آسیا زړه ناستې په څنډه کې همداراز د امنیتي، سوداګرۍ، ټرانزیټ، لیږد رالیږد، انرژۍ او فرهنګۍ برخو کې د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
