د تاجیکستان دملی شورا مشر شکورجان زوهاروف،په تاجیکستان کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت له واکپال صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې ویلي دي چې دوشنبه چمتو ده ترڅو له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
هغه وویل:مونږ چمتو یو ترڅو د سېمې له هیوادونو په تیره بیا افغانستان اسلامی جمهوریت سره خپلې اړېکې پراخې کړو.دافغانستان امنیت یوازی د تاجیکستان لپاره نه،بلکه د ټولې منځنۍ آسیا لپاره مهم دی.
دتاجیکستان دملی شورا مشر همدا شان دسولې او ټیکاوو راوستو لپاره،له ترهګرۍ،نشه یی توکو او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د خپل هیواد له چمتو والی خبر ورکړ.
ښاغلي زوهاروف،په افغانستان کې د ټیکاوو لپاره د سېمه ییزو پروژو پلی کیدل هم مهم وبلل او زیاته یی کړه چې تاجیکستان د کاسا زر پروژې له لارې افغانستان ته د برښنا د انرژۍ لیږد ته چمتو ده.
له بلې خوا،صلاح الدین رباني تاجیکستان یو ورور هیواد وباله او وویل چې دا هیواد سختو امنیتی شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ پاتی شوی دی.
دواړو لوریو همدارنګه دافغانستان دامنیت پر سکالو او پر سېمې د هغې پر اغیزو،دسولې پر خبرو اترو او سېمه ییزو همکاریو خبرې اترې وکړې.
آرزوخبري سایټ – شمس الله رحيمي