د امریکا ولسمشر دونالدټرامپ په سپينه ماڼې کې دپاکستان له لومړي وزیر عمران سره په لیدنه کې،د افغانستان په اړه د خپلو تازه خپرونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي ټرامپ وویل:زه کولای شم په یوه اونۍ کې د افغانستان په جګړه کې بریالی شم،نه غواړم لس میلیونه کسان ووژنم،داسي خپرونه لرم چې که وغواړم په جګړه کې بریالی شم،هغه مهال به افغانستان د ځمکې له مخې ورک شي،خو نه غواړم دا کار وکړم،له پاکستان او نورو سره کار کوو ترڅو له دې جګړو خپل ځان را وباسو.
ښاغلي ټرامپ د خپلو ویناوو په بله برخه کې وویل:۱۹ کاله کیږي چې په افغانستان کې استو،په حقیقت کې دا احمقانه دی،مونږ نور نه غواړو د پولیسو په توګه هلته اوسو،دا خپرونه لرم چې په لنډمهال کې په دې جګړه کې بریالي شو،تاسي (پاکستان ته په خطاب کې) له نورو په دې ښه پوهیږۍ،مونږ په حقیقت کې افغانستان ته په جګړه کې د بریا لپاره نه یو تللي،مونږ هلته یو ترڅو پمپ ستینشنونه او ښوونځي جوړ کړو،په داسي حال کې چې نباید دا کار وکړو،دا د افغانستان د خلکو کار دی ترڅو ترسره یې کړي.هغه څه چې زمونږ مشرتابه ترسره کړل احمقانه وول،ډير ژر به د افغانستان په اړه ښه ځوابونه ولرم.
ټرامپ له افغانستان څخه امریکایې ځواکونو وتلو ته په ګوتڅنډنې سره وویل:مخکې مو خپل یوشمیر ځواکونه بهر کړي دي،ورو او په راحت خیال سره نور سرتیري باسو،له پاکستان سره کار کوو،اوس له طالبانو سره په خبرو اترو بوخت یم او په دې برخه کې ډیر ښه پر مخ ځو.مونږ کولای شو یو یا دوه لارې غوره کړو،کولای شو ډير چټک په جګړه کې بریالي شو.چې دا کار نه کوو،ځکه دلته د میلیونونو کسانو ځان مطرح دی،خو د حل لارې د پیدا کولو لپاره له پاکستان سره کار کوو،باوري یم چې کار ډیر ښه پر مخ ځي.
په دې ناسته کې د پاکستان لومړی وزیر له پوځي لارې سره د مخالفت ترڅنګ،د افغانستان د کړکیچ سیاسی حل غوښتونکی شو.
عمران وویل:مونږ په افغانستان کې د سولې یوې هوکړې ته ډير نږدي شوي یو،د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نه لريپ،لکه څنګه چې ولسمشر ټرامپ وویل که چیري پوځي لاره غوره شي،په میلیونونو کسان به ووژل شي،یوازی یوه حل لاره شتون لري هغه هم د سولې یوې هوکړې ته نږدی کیدل دي.هیله مند یم په راتلونکو ورځو کې طالبان قانع کړو ترڅو د افغانستان له حکومت سره خبرو اترو ته را ودانګي او یوې سیاسی حل لارې ته لاس رسی پیدا کړو.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي