| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
ترمپ: له طالبانو سره خبرې اترې پایته رسیدلې دي
10 Sep 2019
د دونالدټرامپ له لوري له طالبانو سره د امریکا دسولې خبرو اترو له دریدو وروسته،اوس د دې هیواد ولسمشر له طالبانو سره د خبرو اترو له باطله کیدو خبر ورکړی دی.
دونالډټرامپ د دوه نۍ په ورځ (د وږې په ۱۸ مه/د سپټمبر۹مه) خبریالانو سره په خپلو ویناوو کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا پوځ طالبانو ته داسي درنده مرګ ژوبله اړولې ده چې په تیرې یوې لسیزه کې یې ساری نه وو.
دونالډټرامپ وویل:له طالبانو سره خبرې اترې مړې شوې دي،هغوي په دې آند وول چې د خلکو په وژنې سره کولای شي په خبرو اترو کې په یوه ښه دریځ سره راڅرګند شي،د خبرو اترو پر مهال وو چې ۱۲ کسه یې ووژل چې یو امریکایې سرتیری هم په کې شامل وو،په تیرو څلورو ورځو کې مو پر طالبانو بریدونه زیات کړي دي چې په تیرو لسو کالونو کې یې ساری نه وو.
له بلې خوا د امریکا د پوځ د مرکزی قوماندانۍ مشر(جنرال کنت مکنزی) چې اوس مهال په افغانستان کې،پر طالبانو د امریکایې پوځيانو د بریدونو له زیاتوالی خبر ورکوي.
هغه ټینګار وکړ چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به له طالبانو سره په جګړه کې د دوی واکونه لا زیات شي.
خو په قطر کې د طالبانو ویاند وایې،له امریکا سره د سولې هوکړه لیک چمتو شوی او که چیري امریکا د دې هوکړه لیک لاسلیک ته چمتو نه وې،نښتې به دوام ولري.
ښاغلي شاهین همدا شان هیښتیا ورکړې ده چې دا نښتې به د امریکا په ګټه نه وي.
په ظاهره توګه د دونالدټرامپ له لوري د خبرو اترو دریدل او باطله اعلانیدل.د یوشمیر هیوادونو له غبرګونونو سره هم مخ شوي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي دي ضمیر کابلوف ویلي دي:د ټرامپ پریکړه یو منفی سیګنال دی،د خبرو اترو دریدو اړوند د امریکا د ولسمشر له پریکړې وروسته په افغانستان کې د جګړو د زیاتیدو اټکل شتون لري،مسکو هیله مندی دی چې دسولې خبرې اترې پایته ورسیږي او له بشپړې بریا سره ترسره شي،روسیه او امریکا به د افغانستان د سولې په اړه په اړیکه کې وې.

مخکې له دې ایران هم په افغانستان کې حالت د اندیښنې وړ بللی وو او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی شوی وو
د همدې اونۍ د پیلنۍ په ورځ دونالدټرمپ په یوه اقدام سره د خبرو اترو له دریدو خبر ورکړ او همدا شان ویې ویل چې د امریکا په ډیويډکمپ کې د طالبانو له مشرانو او ولسمشر غني سره پټه لیدنه لغوه کړې ده.
