1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ترکمنستان ته د طالبانو د ډلې د پلاوي سفر

3096744
12 Jul 2021

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند عشق آباد ته د دې ډلې د پلاوي له سفر څخه خبر ورکړی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدنعیم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې د شیرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ د دې ډلې یو پلاوی د ترکمنستان هیواد په رسمي بلنه عشق آباد ته سفر کړی دی.

ښاغلی نعیم زیاتوي چې د طالبانو د ډلې پلاوی به په دې سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې پر سیاسي،اقتصادي او امنیتي سکالو خبرې وکړي.

څو موده مخکې هم د دې ډلې یوه پلاوي مسکو ته په خپل سفر کې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدنه او خبرې اترې کړې وې.