1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

ترکمنستان: په افغانستان کې سوله د سیمې د ټیکاو لپاره مهمه ده

260532
16 Jan 2020

ترکمنستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو بهیر څخه کوربه توب لپاره چمتو ده.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلی بردی محمد‌اف د عشق آباد په نړیوالې ټولنه کې ویلي دي چې هیواد یې د یوه بی پلوه او د افغانستان د ګاونډي هیواد په توګه،د سولې خبرو اترو دوام کوربه توب لپاره چمتو ده.

ښاغلي محمداف زیاته کړه:” په افغانستان کې تلپاتې سوله او امنیت د سیمې لپاره مهم دی او د دې هیواد د امنیت ټینګښت لپاره د سترو ځواکمنو هیوادونو حضور ناکامه و او په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره پوځي فشار هم پایله نه ده روکړې.”

د ترکمنستان ولسمشر همدا شان وویل ډیر کالونه کیږي چې له افغانستان سره بشرپاله مرستې ترسره کیږي او هیواد یې په نږدی راتلونکي کې هم د افغانستان له دولت څخه هراړخیز ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو له سازمان سره همکاریو ته چمتو دی.

ښاغلي محمداف ویلي دي چې مونږ د افغانستان د کړکیچ سوله ییز حل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د پیل غوښتونکي یو.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي