ترکیې انقرې ته د اس ۴۰۰ روسیې دفاعیې توغندیو د لیږد د بهیر له پیله خبر ورکړی دی.
د ترکیې ددفاع وزارت اعلان کړی دی چې انقرې د جمعې په ورځ (جولای په ۱۲مه) له روسیې څخه ددې دفاعیې سیسټم لومړنۍ کڅوړه تر لاسه کړې ده.
ددې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې ددې وسلې د لیږد بهیر چې د مورتد هوایې ډګر له لارې پیل شوی دی تر راتلونکو ورځو به دوام ولري.
د روسیې د فدرال سازمان همدا شان ترکیې ته د اس ۴۰۰ وسلې لومړنې برخې استول تایید کړي دي.
په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولودچاووش اوغلو ویلي دي چې په دې بهیر کې هیڅ راز شتونزه او کړکیچ شتون نلري او انقرې ته د نورو توغندیو لیږد بهیر به په مناسب مهال کې ترسره شي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي