1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

تر دو راتلونکو اونیو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ نیغ په نیغه خبرو اترو پیل

2124325567
28 Jul 2019

تمه ده تر دو راتلونکو اونیو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې اترې پیل شي.

په هغه اعلامیه کې چې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له لوري خپره شوې راغلي دي چې اوس مهال د ۱۵ کسیز پلاوي پر ټاکلو جدی بحث پیل شوی او تمه ده په نږدي راتلونکې کې وروستی شي.

اعلامیې زیاته کړې،چې دا پلاوی د هغو څیرو له منځه ټاکل کیږي چې مخکې له دی یې د قطر په دوحه کې ګډون کړی دی او په دې پلاوي کې به د مدنې ټولنې غړي،ښځې او دیني عالمان شامل وي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو پیل له طالبانو سره په خبرو اترو کې د امریکا یو له مخ آړونو څخه وو.

په همدې حال کې د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې به له امریکا سره له لومړنۍ هوکړې وروسته پیل شي.

 

آروز خبري سایټ ــ شمس لله رحیمي