د سولې له خبرو اترو باوري سرچینې وايي د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ نیټه به د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.
یو شمیر امریکایي او د طالبانو د ډلې چارواکو اسوشیتدپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې امریکا او طالبانو د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالو کمیدو پر سر هوکړه کړې ده.
په قطر کې خپلواک خبریال او د سولې له ناستو باوري سرچینې سمیع یوسفزي ویلي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اټکلیز هوکړه لیک به د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ مه نیټه لاسلیک شي.
د ښاغلي یوسفزي په وینا د تاوتریخوالو د کمیدو لنډمهال پړاو به د فبرورۍ میاشتې له ۲۱مې پیل او د دې میاشتې تر ۲۸مې به دوام ولري.
د افغانستان د سولې د ولسي ټولنې مشر او پخواني طالب چارواکي سید اکبرآغا آرزو ته وویل چې په هوکړه لیک کې په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتلو پر سر ټينګار شوی دی، خو امریکا به په لومړیو کې خپل نږدې ۸ زره سرتیري له افغانستان څخه بهر کړي.
له دې سره اسوشیتدپرس خبري آژانس د امریکایي او طالب چارواکو په حواله لیکلي دي چې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د مارچ په لسمه په ناروې او یا هم آلمان کې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي.
وړاندې له دې د ناټو لوی منشي په بروکسل کې د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې هم ویلي وو چې د دې سازمان ملګري هیوادونه، د سولې په خبرو اترو کې آسانتیا رامنځته کولو ته چمتو دي.
د ناټو لوی منشي په دې وروستیو کې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې: ناټو اوس مهال په افغانستان کې نږدی ۱۶ زره سرتیري لري او که چیري طالبان په رښتیا هم د تاوتریخوالو کمیدو لپاره خپل نیت وښایې، ناټو چمتو ده چې له افغانستان څخه خپل سرتیري را کم کړي.
له بلې خوا ولسمشر غني هم د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې، د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د سولې سکالو اړوند لیدنه او خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک په لاسلیک سره به، د هیواد د سولې بهیر تازه او کړکیچن پړاو ته واوړي. په دې پړاو کې به د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په نوم د افغانستان سیاسي اړخونه په هیواد کې د روانې جګړې د پای پر سر خبرې اترې وکړي.